موقته واده په افغانستان کی د پرمختک په لور روانه دی. په افغانستان کی٬ چیرته چی تل واده د عمر تر آخره مودی پوری پاتۍ کیږی او طلاق٬ ناوړه ګڼل کیږی٬ موقته واده یا د لڼډی مودی عقد٬ یوه جدی مساءله شوی ده.
موقته واده٬ په اسلام کی یوه جنجال اچونکی مساله ده٬ ځکه چی شیعه مسلمانان باور لری٬ چی د پیامبر صیغه یی جائزه ګڼلی وو٬ په دغه صورت کی چی په افغانستان کی سنی مذهبه٬ د سنت پیروان٬ معتقده دی چی موقته واده په شرع کی منع دی.
سړی د ۱۸ ښځو سره
محمد غفور٬ د مزارشریف اوسیدونکی دی که د افغان نورو ښاروالانو په خلاف باندی٬ وایی. ۲۸ کاله چی د هغو د عمر نه تیریږی٬ لږ تر لږه د ۱۸ ښځو سره یی واده کړی دی. یو شمېر د دغه ښځو نه یوه میاشت او یا هم یو کال یی د ښاغلۍ غفور سره تیر کړی دی او ځینی هم د ۲ ساعتو لپاره او یا هم د هغو نه لږ ...!
غفور یو محصل دی. هغه وایی چی دا په ریښتیا توکه دا هماغه شی وو چی ما غوښتل٬ ځکه چی هغه د دوه زرو ډالرو اچونی واکمنی یی د واده برګزاره کولو لپاره په افغانستان کی نه درلود او هم٬ دغو کار او مسوولیت منلو ته چمتو هم نه دی. غفور وایی دغه عوامل سبب شول٬ چی هغه موقته وادو عقد ته پیل وکړی.
مولوی محمد قاسم انصاری٬ مزاری خطیب وایی چی صیغه معادل د خوشګذرانی ده. غفور تقریبا ۸ کاله مخته د یوی کونډی سره یی توافق کړی وو ترڅو چی ملا ته ورشی او د ټاګل شوی مودی لپاره٬ تقریبا یوه میاشت لپاره٬ دغه ښځه سره د موقته عقد په توکه باندی په رسمی توکه باندی واده ورسره وکړی.
مګر په افغانستان کی٬ هغه هیواد چی واده تل د عمر تر آخره پوری پاتی کیږی او طلاق٬ ناوړه ګڼل کیږی٬ موقته واده او یا د لڼډی موده عقد٬ یوه جدی مساله ده.
دغه ډول واده د طالبانو رژیم په وخت کی او مخته د هغو نه په افغانستان کی٬ رامنځته کیدلو. مګر اوس مهال شعیه ګان لږ لږ په مزارشریف کی یی٬ چیرته چی یوه لویه ډله د شیعه ګانو او سنیانو نه ژوند کوی٬ د موقته مواده رواج یی خپره شوی دی.
د موقته واده تر سره کول ډیر ساده دی٬ د موقته واده لپاره٬ هغه نر او ښځی چی د یو بل سره یی موافقت کړی دی٬ یو ملا ته ورځی او ملا هم هغوی د یو لڼډی مودی لپاره٬ واده کوی. وروسته د دغه مودی تیریدلو نه٬ دوی کولی شی د خپل دغه موقته موده تمدیده کړی او یا هم فسخ یی کړی.
موقته واده د کونډو ښځو واده دی.
مګر په معموله توکه دغه ډول واده د ګونډو ښځو سره تر سره کیږی نه د پیغلو سره.