اوبه یعنی د حیات ماده اوبه یعنی هغه مواد کچیری نه وای نو په ځمکه کی به هیڅ ژوندی موجود به ژوندی نه وای پاتی شوی
.
د ځمکی مخ په سلو کی (۷۱) فیصده برخه اوبو نیولی ده چی د ځمکی په کره یی یو ښکلی شکل منځ ته راوړی دی چی دغه اوبه په ځمکه کی په بیلا بیلو بڼو زخیره شوی دی چی زیاتره برخه یی سیندونه ، کنګلونه ، سمندرګی ، د اتموسفیر اوبه او تر ځمکی لاندی اوبه او په خاوره کی د لنده بل په بڼه دی چی ددغو اوبوڅخه په سلو کی ۲٫۸فیصده برخه یی خوږی اوبه جوړوی چی له بده مرغه له دغو اوبو څخه ګټه اخیستل ستونزمن دی ځکه چی زیاتره یی په قطبونو کی د ځنګلونو په څیر دی او نوری یی مالګینی دی چی ګټه تری نه اخیستل کیږی
.
د الله (ج)په قدرت سره په ډول منځ ته راغلی دی لکه څنګه چی مو وویل چی اوبه یعنی د حیات ماده ده نو د ټولو ژوندیو موجوداتو (انسانان ، حیوانات ، نباتات) د خپل ژوند د ترسره کولو لپاره اوبو ته اړتیا لری لکه څرنګه چی د انسان بدن تقریباً د ۶۵څخه تر ۹۵سلنه له اوبو څخه جوړ شوی دی چی د بدن ټولو سیستمونو په کنترول کی مهمه ونډه اخیسته ده ددی تر څنګ نباتات هم پرته له اوبو څخه ژوند نشی کولی ځکه چی خپل غذایی مواد د اوبو څخه لاسته راوړی اوبه ددی لامل شوی دی چی د حیواناتو ،نباتاتواو انسانانو تر منځ یو غذایی زنځیر منځ ته راشی یعنی نباتات د اوبو په واسطه تغذیه کیږی چی وروسته بیا د نباتاتو څخه انسانان او حیوانات د غذایی موادو په څیر ګټه اخلی ددی ترڅنګ د حیواناتو څخه هم انسانان د غذایی موادو په څیر ګټه اخلی .
لکه څرنګه چی ویل کیږی چی یو انسان پرته له خوړو څخه یو څّه موده ژوندی پاتی کیدای شی خو پرته له اوبو څخه انسان ژوندی نشی پاتی کیږی .
لکه څرنګه چی اوبه د خوراک لپاره ډیر ارزښت لری ددی ترڅنګ د ژوند په نورو چارو کی هم ډیره ګټه اخیستل کیږی لکه د بریښنا بندونه پری جوړشوی دی چی د انرژی په تولید کی هم ډیر ارزښتناکه دی ددی تر څنګ په کرنه او صنعت کی هم ګټه اخیستل کیږی یعنی په زیاتره صنعتی فابریکو کی د اوبو څخه ګټه اخیستل کیږی لکه څرنګه چی پوه شوو چی اوبه په ژوند کی ډیر ارزښت لری نو باید د هغو د سرچینو په ساتنه کی پاملرنه وشی او د اوبو د اصراف څخه مخنیوی وشی
.