عید یو له دینی او ملی مراسمو او دودونو څخه دی چی په یوه کال کی دوه عیدونه وی چی یو عید کله چی د روژی مبارکه میاشت خلاصه شی نو د بوزی لومړی ورځ د عید په نامه یادیږی چی دغه عید په افغانستان کی د (عید سعید فطر) یا هم (کوچینی اختر) په نامه یادیږی او بل اختر تقریباً د دوو یا دوو نیمو میاشتو وروسته رارسیږی چی په دغه وخت کی زیاتره مسلمانان د اسلام د پنځمی بنا د اداء کولو لپاره حج ته ځی او د عید څخه یوه ورځ مخکی چی (عرفه) د ورځی په نامه یادیږی ټول زیارت کوونکی د عرفاتو غونډی ته ځی او د هغی ورځی سبا ته د عید ورځ وی او ټول مسلمانان د الله (ج) د رضا لپاره ځینی ژوی لکه :پسه، غوایی، وزه، هوښ او داسی نور قربانی کوی چی دغه اخترپه افغانستان کی د (عید قربان ) یا هم (لوی اختر) په نامه یادیږی
.
په افغانستان کی عید څرنګه لمانځل کیږی :
د افغانستان خلک عید په ځانګړو مراسمو سره لمانځی کله چی د اختر د ورځی په سهار د اختر لمونځ وشی نو ټول خپلوان او مسلمانان یو بل ته د اختر د ورځی مبارکی ورکوی لکه څرنګه چی د افغانستان خلک ډیر مهمان دوست دی داختر په ورځ لوی دسترخوان اچوی چی هر ډول وچه او تازه میوه او نوری شیرینی لکه : کیک ،کلچه، ګوش فیل او داسی نور پخوی چی ټول خپلوان د یو بل کور ته ورځی چی دغه مراسم دری ورځی دوام کوی البته په ځینو ولایتونو کی اختر اووه ورځی
هم لمانځل کیږی او د کلی ټولو خلکو ته ملمستیا کوی او عید لمانځی ددی تر څنګ تر ټولو مهمه داده چی خلک په اختر کی نوی جامی جوړوی او د اخترپه ورځو کی ځوانان له پوټاکیو څخه ګټه اخلی او اختر پری لمانځی یو له هغو رسمو څخه په اختر کی کوچینیان له لویانو څخه د اختر مبارکی غواړی چی د مختلفو رسمو په اساس ځینی خلک چهار مغز، پیسی، جوش شوی هګی او داسی ځینی شیان ورکوی ددی تر څنګ دسنۍ هم د اختر په ورځو او شپو کی ځانګړی اختریز او تفریحی پروګرامونه جوړوی او هنرمندان کنسرتونه ورکوی چی پدی توګه اختر په ډیره مینه سره لمانځل کیږی او ځینی کورنی د عید د خوشحالی لپاره تفریحی ځایونه ته لکه : باغ بابر ،بند قرغه،پغمان او داسی نورو ځایونه ته ځی او اختر په خوشحالی سره لمانځی
.